د غزې په ترانګه کې د فلسطیني ډلو ګډې مانورې
https://parstoday.ir/ps/news/west_asia-i109822-د_غزې_په_ترانګه_کې_د_فلسطیني_ډلو_ګډې_مانورې
د فلسطیني سرچینو له راپور سره سم، په راتلونکو ورځو کې به د غزې په ترانګه کې د فلسطیني مقاومت د ډلو تر مینځ ګډي مانورې تر سره شي.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Dec 17, 2021 10:17 Asia/Kabul
  • د غزې په ترانګه کې د فلسطیني ډلو ګډې مانورې

د فلسطیني سرچینو له راپور سره سم، په راتلونکو ورځو کې به د غزې په ترانګه کې د فلسطیني مقاومت د ډلو تر مینځ ګډي مانورې تر سره شي.

د فلسطیني ډلو د مقاومت ګډه قومندانۍ اعلان وکړ چي په راتلونکو ورځو کې به د غزې په ترانګه کې د صهیونیستي رژیم په ضد د « لرکن الشدید» تر عنوان لاندې یوه ستره مانوره پیل شي.

د فلسطیني کارپوهانو په وېنا، په دغه مانوره کې به د فلسطیني مقاومت د ډلو په تېره بیا د حماس د غورځنګ توغندوي وړتیاوې نندارې ته وړاندي شي.

د مصر تر مینځګړیتوب او د دواړو لورو تر مینځ تر لنډمهال اوربند او د «سیف القدس» عملیات تر درېدو په هاخوا له صهیونیستي رژیم څخه د غزې د ترانګې د محاصرې د ختمېدو په لړ کې د فلسطیني ډلو هیڅ یوه غوښتنه نه ده پلي شوې.