الاقصی جومات ته تاوان رَسَول به صهیونیسټانو ته ګران تمام شي
https://parstoday.ir/ps/news/west_asia-i110352-الاقصی_جومات_ته_تاوان_رَسَول_به_صهیونیسټانو_ته_ګران_تمام_شي
 پخپلو ژمنو باندې   عمل ته د صهونیسټي رژيم   دپابند کولو لپاره  د واسِطو  دهلوځلو   د ناکامۍ په بڼه کې  ددغه جنایتکار رژيم په ضد دخپلو اقداماتو ورو ورو د سختولو په لور  لاړشي .
(last modified 2026-02-21T04:58:14+00:00 )
Dec 30, 2021 08:49 Asia/Kabul
  • الاقصی جومات ته تاوان رَسَول به صهیونیسټانو ته ګران تمام شي

 پخپلو ژمنو باندې   عمل ته د صهونیسټي رژيم   دپابند کولو لپاره  د واسِطو  دهلوځلو   د ناکامۍ په بڼه کې  ددغه جنایتکار رژيم په ضد دخپلو اقداماتو ورو ورو د سختولو په لور  لاړشي .

شهاب خبری آژانس راپور ورکړی ،د فلسطین دمقاومت کمیټې د اطلاع رسونې ددفتر مدیر ابومجاهد بیګا په غزې کې د فلسطینیو مبارزو ډ لو  د وروستۍ مانورې په باب  ووئیل ،  دغه مانوره ، صهیونیسټي دښمن  ته یو پيغام درلودپه دې باب چې الاقصی جومات ته هر ډول تاوان رسول ، به د دوي لپاره ډير ګران تمام شي .

  هغه دغه راز ووئیل ددغې مانورې بل پیغام دا دی چې  فلسطیني بندیان به تل ترتله  د صهیونیسټ رژيم  په زندانونو کې نه وي .

  د فلسطین دمقاومت د ډلو ګډې کوټې د تیرې یکشنبې په ورځ  دګډې مانورې دپیلیدا خبر ورکړی ؤ  چې  د فلسطین د درستو مقاومتي ډلوپه شتون سره په روزنیزو کمیپونو او چوکونو کې تر څو ورځو پورې دوام ولري .

له بل پلوه  رسندویو په وروستیو شپو ورځو کې وئیلي ، په غزې تړانګې کې   د فلسطین  مقاومتي ډلو سره موافقه کړې ده چې دغزې تړانګې د بیارغاونې او د دغې سیمې د اقتصادي حالاتو د ښه کولو پشمول په دغې تړانګې کې  د اور بند د  موافقو  د مادو په اساس   پخپلو ژمنو باندې   عمل ته د صهونیسټي رژيم   دپابند کولو لپاره  د واسِطو  دهلوځلو   د ناکامۍ په بڼه کې  ددغه جنایتکار رژيم په ضد دخپلو اقداماتو ورو ورو د سختولو په لور  لاړشي .