سعودي عربستان په تیر کال کښې د یمن ۱۴۰۰ ښاریز وژلي
https://parstoday.ir/ps/news/west_asia-i110442-سعودي_عربستان_په_تیر_کال_کښې_د_یمن_۱۴۰۰_ښاریز_وژلي
الثوره ټیلي ويژن راپور ورکړ د یمن د صعده ولایت د جنایي تحقیقاتو ادارې وویل په تیر میلادي کال کښې د دغه ولایت په سرحدي سیمو باندې د سعودي عربستان د تیریګرو عسکرو په حملو کښې څوارلس سوه (۱۴۰۰) کسان مړه او ژوبل شوي دي .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Jan 01, 2022 12:15 Asia/Kabul
  • سعودي عربستان په تیر کال کښې د یمن ۱۴۰۰ ښاریز وژلي

الثوره ټیلي ويژن راپور ورکړ د یمن د صعده ولایت د جنایي تحقیقاتو ادارې وویل په تیر میلادي کال کښې د دغه ولایت په سرحدي سیمو باندې د سعودي عربستان د تیریګرو عسکرو په حملو کښې څوارلس سوه (۱۴۰۰) کسان مړه او ژوبل شوي دي .

د یمن په شمال کښې د صعده ولایت د جنايي تحقیقاتو ادارې نن د دغه ولایت په سرحدي سیمو کښې په نوي  میلادي کال کښې د مړو او د ژوبلو کسانو د رسمي شمیر په خپرولو سره وویل په تیر کال کښې د صعده ولایت په سرحدي سیمو کښې دوه سوه درې اتیا (۲۸۳)کسان مړه او دولس سوه (۱۲۰۰) نور ژوبل شوي دي .

د یمن د صعده ولایت د جنایي تحقیقاتو د ادارې راپور وايي پینځه اتیا (۸۵) فیصده وژل شوي او ژوبل شوي کسان د یمن ښاریز او پینځلس (۱۵) فیصده وژل شوي او ژوبل شوي کسان د ایتوپیا ، د سوډان ، سومالیا او د پاکستان ښاریز دي .

د دغو تحقیقاتو پراساس د سعودي عربستان د تیر کال په حملو کښې اوویشت (۲۷) ښځې مړې او ژوبلې شوي او په ټول کښې په تیر میلادي کال کښې د سعودي عربستان د تیریګر ائتلاف جنایتونه د دوه زره شلم (۲۰۲۰) میلادي کال دوه (۲) برابره دي .