فلسطین او قدس د شهید قاسم سلیماني لومړیتوب و
فارس خبري اژانس وايي د لبنان د مقاومت د علماو د اتحادیې مشر «ماهر حمود» وویل شهید قاسم سلیماني فلسطین او قدس د خپلو لومړیتوبونو په سر کښې وروستل او خپل ټول شعارونه یې عملي او اجرايي کړل .
هغه پرون د ایران د اسلامي انقلاب د سپاه پاسداران د قدس ځواک د پخواني قومندان شهید قاسم سلیماني په مهم رول ټینګار وکړ او ویې ویل حاجي قاسم سلیماني په څو اړخونو کښې د اسلامي وحدت ایډیا ته عینیت وروبښه .
د لبنان د مقاومت د علماو د اتحادیې مشر ماهر حمود وویل لومړنی او اصلي اړخ دا دی چې شهید قاسم سلیماني فلسطین او قدس د خپلو لومړیتوبونو په سر کښې وروست او شهید سلیماني د ایران د سپاه پاسداران د قدس ځواک قومندان و یعني داسې لوری چې د قدس د مسلې د تعقیبولو مسول دی .
هغه وویل شهید قاسم سلیماني خپل ژوند د امریکا او د صهیونیسټ رژيم له استعمار سره په مقابلې ولګاوه او پوهید له داسې دښمن مخامخ دی چې کولای شی د داخلي او د خارجي ګوډاګیانو له لارې اسلامي ټولنې ته نفوذ وکړي .