دښمن به تر نابودۍ پورې په فلسطین کښې کراری ونه ویني
https://parstoday.ir/ps/news/west_asia-i110664-دښمن_به_تر_نابودۍ_پورې_په_فلسطین_کښې_کراری_ونه_ویني
زمونږ خبریال وایي د فلسطین د جهاد اسلامي غورځنګ د سیاسي دفتر غړي ولید القططی د مقاومت چورلیز د فلسطین د مقاومت د ډاډ سرچینه وبلله او ویې ویل صهیونیسټ رژیم به هیڅ وخت په نیواکي ټاټوبي کښې ارامښت ونه ویني .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Jan 06, 2022 09:08 Asia/Kabul
  • دښمن به تر نابودۍ پورې په فلسطین کښې کراری ونه ویني

زمونږ خبریال وایي د فلسطین د جهاد اسلامي غورځنګ د سیاسي دفتر غړي ولید القططی د مقاومت چورلیز د فلسطین د مقاومت د ډاډ سرچینه وبلله او ویې ویل صهیونیسټ رژیم به هیڅ وخت په نیواکي ټاټوبي کښې ارامښت ونه ویني .

د فلسطین د جهاد اسلامي غورځنګ د سیاسي دفتر غړي ولید القططی نن وویل د صهیونیسټ رژیم په زندانونو کښې موجود بندیان د خوشي کیدا لپاره مبارزه کوي او جهاد اسلامي او د فلسطین ملت  هغه څه چې په زندانونو کښې تیریږي تعقیبوي او صهیونیسټ دښمن به د فلسطین په هیڅ ځاې کښې تر نابودۍ  پورې ارامښت و نه ویني .

هغه د بندیانو د تبادلې د تړون په هکله وویل دغه تړون له حماس غورځنګ سره یوځاې تعقیبوو او هغه مهمه  دوسیه او ملي پيښه ګڼو .

په دغه دوسیې کښې هیڅ نوی او رسمي شی نشته او د پرمختګ د شتون په بڼه  کښې به هغه اعلان شي .

القططی په دوام کښې د ښارګیو د جوړولو په دوام سره  صهیونیسټ رژیم په لاس د فلسطین د ټاټوبو نیواک ته اشاره وکړه او ویې ویل د اسرائیلو رژيم له رامینځته کیدا راهسې د فلسطینیانو پرضد د صهیونیسټ رژیم جنایتونه دوام لري او دغه رژیم غواړي د فلسطین ټاټوبی له فلسطینیانو خالي شي .