په الاقصی جومات باندې د صهیونیستي ښارګوټو د اوسېدونکو برید
https://parstoday.ir/ps/news/west_asia-i110826-په_الاقصی_جومات_باندې_د_صهیونیستي_ښارګوټو_د_اوسېدونکو_برید
په لسګونو صهیونیستي وګړو د اسرائیلي رژیم د وحشي فوځیانو په ملاتړ په الاقصی جومات باندې برید کړي دي.
(last modified 2023-01-24T09:59:29+00:00 )
Jan 10, 2022 16:14 Asia/Kabul
  • په الاقصی جومات باندې د صهیونیستي ښارګوټو د اوسېدونکو برید

په لسګونو صهیونیستي وګړو د اسرائیلي رژیم د وحشي فوځیانو په ملاتړ په الاقصی جومات باندې برید کړي دي.

د فلسطین الیوم له راپور سره سم، په لسګونو صهیونیستي وګړو د اسرائیلي رژیم د فوځیانو په ملاتړ له «باب المغاربه» دروازې د الاقصی جومات ته ننوتي دي او د لمونځ کوونکو په مخکې لمسوونکي اقداماتو ته لاس پوري کړ.

تېر کال کې هم په زرګونو ځلي صهیونیستي وګړي مسجد الاقصی ته په ننوتلو سره د دې سپیڅلي ځای سپکاوی کړی دی.

د الاقصی جومات د فلسطین او د مسلمانانو د هویت یوه بېلګه ده چي تل د اسرائیلي رژیم له ورانوونکو اقداماتو سره مخامخ دي.