په عراق کښې د عربستان او د اماراتو لاسوهنه روانه ده
https://parstoday.ir/ps/news/west_asia-i110912-په_عراق_کښې_د_عربستان_او_د_اماراتو_لاسوهنه_روانه_ده
زمونږ خبریال وايي د عراق په پارلمان کښې د « فتح » ائتلاف استازي احمد الموسوي وویل د سعودي عربستان او د متحده عربي اماراتو لاسوهنې سبب شوې چې محمد الحلبوسي د دوهم (۲) ځل لپاره د پارلمان مشر شي .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Jan 12, 2022 08:01 Asia/Kabul
  • په عراق کښې د عربستان او د اماراتو لاسوهنه روانه ده

زمونږ خبریال وايي د عراق په پارلمان کښې د « فتح » ائتلاف استازي احمد الموسوي وویل د سعودي عربستان او د متحده عربي اماراتو لاسوهنې سبب شوې چې محمد الحلبوسي د دوهم (۲) ځل لپاره د پارلمان مشر شي .

هغه ډاګینه کړه هغه پیښې چې د عراق د پارلمان د لومړۍ غونډې په بهیر کښې رامینځته شوې په ښه ډول د عراق په کورنیو چارو کښې د  فارس خلیج د عربو هیوادونو لخوا خارجې لاسوهنې ښکاره کړې .

د عراق د پارلمان خپلواکه استازي «باسم خشان » هم په دې هکله وویل د  پارلمان د نوي مشر د انتخابیدا په غونډه کښې د سني مشر محمود المشهداني نه ګډون کولو ته په پام سره د پارلمان د مشر په توګه د محمد الحلبوسي بیا انتخابیدل غیرقانوني دي .

د عراق د پارلمان سني مشر محمود المشهداني هم وویل فیډرال محکمه باید د پارلمان د رایو د اچولو غونډه باطله کړي ځکه چې د پارلمان مشر ته د رایو د ورکولو غونډه غیر قانوني وه او هغه زما په نشتون کښې وشوه .