د بحرین په زندانونو کښې کورونا ویروس زیات شوی
فارس خبري اژانس وايي د بحرین سرچینو د انقلابي بندیانو په زندانونو کښې د کورونا ویروس د ډیر خپریدا او د اکثرو کسانو د ککړیدا خبر ورکړ .
د بحرین په «شباب الدراز» غورځنګ کښې د بندیانو د چارو کمیټۍ نن په ټویټر پاڼه کښې ولیکل د « جو» په مرکزي زندان کښې د کورونا ویروس ډیر خپور شوی دی داسې زندان چې د هیواد اکثره انقلابیان همدلته بندیان دي .
یوه(۱) قیدي په ټیلي فوني تماس کښې ویلي دي چې د زندان په اولسمې (۱۷)ودانۍ کښې د کورونا ویروس ډیر زیات شوی دی او د لومړي (۱) زندان ټول بندیان په کورونا ویروس ککړ شوي دي .
په زندانونو کښې د ځای له کموالي سره په یووخت د انقلابي بندیانو زیات شمیر سبب شوی دی چې د بشري حقوقو موسسې او د بحرین ډلې په ځلونو په بندیانو کښې د کورونا ویروس د خپریدا د خطر په هکله خبرداری ورکړي .
راپورونه وايي بندیانو څو ځله د « جو» زندان په خراب روغتیايي حالت باندې اعتراض کړی خو پولیسو په سخته ځپلي دي .
په بحرین کښې ال خلیفه دیکتاتور رژیم د هیواد ډیر خلک د لږ شان اعتراض په وجه نیسي او بیا یې په زندان کښې تر کلونو کلونو پورې بندي کوي .
د بحرین خلک د دیکتاتور رژیم د ختمیدا او د ازادو انتخاباتو له لارې د یوه(۱) خپلواکه حکومت په جوړولو ټینګار لري .
سعودي عربستان ، متحده عربي امارات، امریکا، انګلستان ، فرانسه ، صهیونیسټ رژیم ،اردن او ځینې نور عرب هیوادونه د بحرین د خلکو په ځپلو کښې له ال خلیفه دیکتاتور رژيم سره هر ډول مرستې کوي .