د بغداد په جنوب کې چاودنه شوې
Jan 29, 2022 06:12 Asia/Kabul
د عراق په بابل ولایت کې درنه چاودنه شوې چي یو شمېر عامو وګړو ته یې مرګژوبله اړولې ده.
د المیادین له راپور سره سم، دغه چاودنه د بابل ولایت په جبله سیمه کې شوې چي د امله یې ۳ کسان وژل شوي او یو شمېر ټپیان شوي دي.
په وروستیو میاشتو کې د عراق په جنوبي ولایتونو کې په عامو وګړو د داعش د ترهګري ډلي بریدونه زیات شوي دي.
په تېرو څو میاشتو کې د بصرې او بابل په شمول په جنوبي ولایتونو کې د داعش د بریدونو د امله سلګونه کسان وژل شوي دي.
ټیګونه