یمن د سکین ایګل په نامه امریکايي ډرون نسکور کړ
یمني ځواکونو د خپلو بریاؤ په دوام کښې د مأرب ولایت په هوايي حدودو کښې د امریکې یوه بې پایلټه جاسوسي الوتکه نسکوره کړې ده
د یمن د وسله والو ځواکونو ویاند یحیی سریع وویل چې د دغه هیواد د پوځ او ولسي مبارزانو دافع هوا ځواک په مارب ولایت کښې د الجوبه ښار دپاسه د (سکین ایګل Scan Eagle) په نامه د امریکې یو جاسوسي ډرون ویشتی دی.
سکین ایګل Scan Eagle ډرون چې قیمت یې ۳.۲ میلیون ډالرو ته رسیږي، له ۲۰ نه تر ۲۴ ساعتونو پورې پرله پسې د الوت کولو توان لري. دغه ډرون په ډیرې پياوړې کیمرې او دوربین باندې سنبال دی او د جاسوسۍ او د اهدافو د معلومولو په ماموریتونو کښې کارول کیږي.
د یمن پوځ په تیرو څو میاشتو کښې هم توانیدلی چې د سعودي ائتلاف هغه څو بې پایلټه الوتکې نسکورې کړي چې د یمن په خاوره کښې یې غلیمانه عملیات ترسره کول.