د یمن پوځ په متحده عربي اماراتو بیا برید کړی
https://parstoday.ir/ps/news/west_asia-i111822-د_یمن_پوځ_په_متحده_عربي_اماراتو_بیا_برید_کړی
ایرنا خبري اژانس وايي د یمن د پوځ ویاند یحیی سریع په متحده عربي اماراتو باندې د یمن طوفان درې په نوم د پوځ د پراخو عملیاتو تفصیل بیان کړ .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Jan 31, 2022 11:05 Asia/Kabul

ایرنا خبري اژانس وايي د یمن د پوځ ویاند یحیی سریع په متحده عربي اماراتو باندې د یمن طوفان درې په نوم د پوځ د پراخو عملیاتو تفصیل بیان کړ .

هغه وویل په دغو عملیاتو کښې د ذوالفقار بلاسټیک توغندي بیګا د متحده عربي اماراتو په پلازمینې ابوظهبۍ کښې په څو مهمو هدفونو او ځایونو ولګیدل او په دوبۍ کښې هم په حساسو هدفونو باندې د صماد درې (۳) بې پایلوټه الوتکو حملې وشوې .

د یمن د پوځ ویاند یحیی سریع وویل د متحده عربي اماراتو کوچنی حکومت تر هغه وخته چې په ابوظهبۍ او دوبۍ کښې د صهیونیسټ دښمن رژيم د لاسپوڅي په توګه د یمن د خلکو پرضد خپلو تیریو ته دوام ورکوي نو امن به ونلري .

هغه یوځل بیا په راتلونکي پړاو کښې د یمن د حملو  په وجه د تاوان د رسیدا په دلیل له مهمو او ضروري مرکزونو او تاسیساتو څخه د لیرې کیدا لپاره د متحده عربي اماراتو ښاریزو  او شرکتونو ته خبرداری ورکړ او ویې ویل د دښمن تیریو ته ځواب ورکوو .

د یمن پوځ په تیرو اوو (۷) ورځو کښې د یمن یو(۱) طوفان او د یمن دوه (۲) طوفان په عملیاتو کښې په ابوظهبۍ او دوبۍ باندې د توغندیو او د بې پایلوټه الوتکو حملې کړي دي .