په مناسب وخت به ترکيې ته سخت درس ورکړے شي
https://parstoday.ir/ps/news/west_asia-i111904-په_مناسب_وخت_به_ترکيې_ته_سخت_درس_ورکړے_شي
د عراق د عصائب اهل الحق مشر په عراق باندې د ترکيې د جنګي الوتکو د حملو په غندلو سره تاکيد وکړ، د دغه هېواد مقاومت به د ترکيې نيواکګرو ته سخت درس ورکړي.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Feb 02, 2022 10:39 Asia/Kabul
  •  په مناسب وخت به ترکيې ته سخت درس ورکړے شي

د عراق د عصائب اهل الحق مشر په عراق باندې د ترکيې د جنګي الوتکو د حملو په غندلو سره تاکيد وکړ، د دغه هېواد مقاومت به د ترکيې نيواکګرو ته سخت درس ورکړي.

د صابرين نيوز د رپوټ له مخې قېس الخزعلي په يو ټوئيټ کښې د عراق په شمال باندې د ترکيې د جنګي الوتکو بېګانۍ حمله سخته وغندله.

د عراق خبري سرچينو د عراق د شمال د نېنوا صوبې په مخمور نومې غريزې سلسلې باندې د تکريې د هوائي حملو خبر ورکړ چې د پي کے کے د ترهه ګرو عناصرو د نښه کولو په بهانه يې ترسره کړې.

د ترکيې د دغو هوائي حمولو په دوران کښې د عراق د په مخمور غريزه سلسله کښې يو کېمپ په نښه کړې شو چې له امله يې څو تنه ووژل شول.

الخزعلي وويل: د حکومتي او سياسي افسوسناکې خاموشۍ ترمېنځ د ترکيې د نيواکګرو لخوا د عراق د حاکميت څرګندې او واضحه خلاف ورزۍ دوام لري.

الخزعلي واضحه کړه، يو مناسب وخت به راورسي چې د عراق د مقاومت جنګيالي به هم هغه شان چې امريکائي نيواګرو ته ورزده کړ د ترکيې نيواکګرو ته سخت درسونه ورکړي او هغوي به د عراق د پاکې خاورې پرېښودو ته مجبور کړي.