عراق ته د امریکې له لوري د ۱۵زرو ترهګرو لېږد
د عراق د استراتیجیکو څېړنو مرکز ویلي چي امریکا له سوریې څخه عراق ته د ۱۵ زرو ترهګرو د استولو په لټه کې ده.
د عراق د «الاتحاد» استراتیجیکو مطالعاتو د مرکز مشر «محمود الهاشمي» وویل: د سوریې په محبسونو او زندانونو کې د ۱۵ زره ترهګرو بندیانو له غونډېدو څخه د امریکې هدف، عراق ته د هغوی انتقال دی.
الهاشمي زیاته کړه: په حسکه او الهول کمپونو او د سوریې په زندانونو کې د ګڼ شمېر ترهګرو راغونډول او د هغوی ساتنه په سیمه کې د بې ثباتی د رامینځ ته کولو په هدف د امریکې له لوري تر سره کیږي، امریکا غواړي په دې کار سره عربي هیوادونه ناامن کړي.
د هغه په وېنا، د امریکې پوري پېیلي کرد ځواکونه نه شي کولای د داسي زندانونو ساتنه وکړي چي په هغه کې د نړۍ له ۴۰ هیوادونو څخه ۱۵ زره تجروبه ناکه ترهګر ځای پر ځای شوي دي.
د عراق د استراتیجیکو مطالعاتو د دفتر مشر یادونه وکړه چي عراق باید د دغو ترهګرو په وړاندې له خپلو سرحدونو څخه د ساتنې لپاره لومړی باید په دې ټینګار وکړي چي ولي دغه ترهګر یوازې د عراق په لوري ټېل وهل کیږي.
د داعش ترهګره ډله څه موده مخکې په سوریې کې د الحسکې په یو محبس برید وکړ چي د امله ګڼ شمېر داعشي بندیان له یاد محبس څخه په تېښته بریالي شول.
د سوریې ډمکراتیک اورپکو چي امریکې سره کار کوي رسنیو ته ویلي چي په یاد برید کې ۴۰۰ داعشي ترهګر له محبس څخه تښتېدلي دي، خو د ځینو سرچینو په وېنا دغه شمېر ۷۵۰ دي او یاد داعشیان په پلان شوي توګه د امریکې له لوري تښتول شوي دي.
د سوریې د پارلمان استازی مصعب الحلبي رسنیو ته وویل چي د الحسکې په محبس برید د امریکې له لوري پلان شوی و چي له دې لاري د داعش سرغنه او ورسره جنګیالي خوشي کړای شي.