چورلټ دروغ وائي چې مشکلات د مقاومت نتیجه ده
سید صفی الدین نن په یولړ څرګندونو کې روښانه کړې ده ، ځیي کسان شپه او ورځ په دې پلمې او عنوان سره چې لبنان له مشکلاتو ژغورل کیدا ته اړتیا لري ، د سازباز نغارې غږوي او دمقاومت د دریدا هڅه کوي .
د لبنان د حزب ا.... ولسی غورځنګ د اجرائي شورا مشر سید صفی الدین په یولړ څرګندونو کې ووئيل ځیني هڅه کوي ، اقتصادي مشکلات ، له صهیونیسټي دښمن سره دسازباز او په مقاومت د حملې لپاره یوه پلمه وګرځي .
په لبنان کې د مقاومت ضد ډلې ټبلې په تیره بیا له سمیر جعجع سره غږمله عناصرو د بیروت په سویه د بینرونو او عکسونو په ځوړندولو سره ، داسې بریښولو هڅه کړې ده چې له صهیونیسټانو سره د سازباز په بڼه کې به د لبنان درست مشکلات حل شي .
د العهد خبری سایټ راپور روکړی،سید صفی الدین نن په یولړ څرګندونو کې روښانه کړې ده ، ځیي کسان شپه او ورځ په دې پلمې او عنوان سره چې لبنان له مشکلاتو ژغورل کیدا ته اړتیا لري ، د سازباز نغارې غږوي او دمقاومت د دریدا هڅه کوي .
هغه په لبنان د صهیونیسټي رژيم دحملو او تیریو او ددې په یادونې سره چې مقاومت اوس دتیر وخت په نسبت لاپیاوړی شوی دی ، زیاته کړې ده ، هغه کسان چې فکر کوي ، مقاومت به سازباز ومني ، په توَهم کې دي .
د لبنان د حزب ا.... ولسی غورځنګ داجرائي شورا مشر همداراز یادونه وکړه ، ځیني کسان دخلکو له لوږې په ناوړه استفادې سرهع ، له هرهغه چا سره چې په تسلیمیدا، سازباز او دریځ بدلولو پسې دي ، خدمت کوي ، خو لبنان هیڅکله هم نه تسلیمیږي او له خپل دریځه په شانه کیږي ،ځکه تسلیمیدا او سازباز په دې معنا دی چې لبنان تیل او اوبۀ او حاکمیّت به له لاسه ووځي .