ناټو تړون نړیوال امنیت په خطر کښې اچولی
Mar 03, 2022 06:03 Asia/Kabul
زمونږ خبریال وايي د سوریې د بهرنیو چارو وزیر فیصل مقداد وویل د ناټو له پراخولو سره مقابله د روسیې حق دی ځکه چې ناټو تړون د نړۍ لپاره په خطر بدل شوی او د سوریې پوځ او روسیه له دغه خطر سره مخامخ دي .
هغه له روسیې د سوریې په ملاتړ ټینګار وکړ او ویې ویل ناټو تړون نړیوال ثبات له خطر سره مخ کړی او د وسله والو سیالیو د پیلیدا خطر یې رامینځته کړی چې د اټومي جنګ په شمول د پراخ جنګ د پیلیدا احتمال زیاتوي .
دغه راز شمالي کوریا هم د امریکا او د لویدیځو هیوادونو سلطه غوښتنه د اوکراین د کړکیچ اصلي علت وباله .
په ملګروملتونو کښې د شمالي کوریا سفیر کیم سونګ امریکا په اوکراین باندې د روسیې د حملې مسووله وبلله او ټینګار یې وکړ د واشنګټن سلطه غواړی سیاست د نورو خپلواکه هیوادونو سولې او امنیت ته ګواښ کوي .
ټیګونه