عربستان په څاروی ډوله اقدام کې ۸۱ کسان اعدام کړل
https://parstoday.ir/ps/news/west_asia-i113360-عربستان_په_څاروی_ډوله_اقدام_کې_۸۱_کسان_اعدام_کړل
د سعودی دولت مخالفو رسندویو هم په ډاګه کړی ده چی په دغو ۸۱ کسانو کې ۴۱ شیعیان دي .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Mar 13, 2022 02:05 Asia/Kabul
  • عربستان په څاروی ډوله اقدام کې ۸۱ کسان اعدام کړل

د سعودی دولت مخالفو رسندویو هم په ډاګه کړی ده چی په دغو ۸۱ کسانو کې ۴۱ شیعیان دي .

د سعودی عربستان د کورنیو چارو وزارت په دغه هیواد کې د بشری حقوقو د خلاف ورزۍ په دوام کې  په یوه ورځ د ۸۱ کسانو د پانسي کولوخبر ورکړ چی د عربستان دغه څاروی ډوله اقدام له پراخو غندنو سره مخامخ شوې دې .

د سعودی دولت مخالفو رسندویو هم په ډاګه کړی  ده چی په دغو ۸۱ کسانو کې ۴۱ شیعیان دي .

د فارس خبری اژانس له راپور سره سم په جزیره العرب کې د مخالفانو انجمن د دغه خبر په غبرګون کې پر دې په ټینګار سره چی دغه قتل عام هغو ځوانانو پرضد ترسره شوچی د خپلې عقیدې د څرګندولو لپاره له خپل روا حق استفاده وکړه او زنداني شوی وو ، وویل محمد بن سلمان یو قاتل دې چی د بی ګناه کسانو له وژلې خوند اخلی .

د عراق د کتایب سید الشهدا عمومی منشی الولایی هم ویلی دی د ال سعودو رژیم د یوکرین په جنګ د دنیا له مشغولتیا په ناوړې استفادې سره ۸۱ کسان اعدام کړل . ده وویل د ال سعودو رژیم د ۴۱ شیعیانو په پانسي کولو سره خپله فرقه پالنه ثابته کړه .

همداراز د عراق نورو ډلو و ګوندونواو د یمن د اطلاع رسونې وزیر او نورو چارواکو  هم دغه اقدام په کلکه غندلې دې .

د عربستان حکومت هرکال د بیان له ازادۍ سره مقابلې او له ترهه ګرۍ سره دمبارزې په پلمه ګن شمیر مخالفان پانسي کوي .