ایران به هیڅکله له سروکرښو هم تیر نه شو 
https://parstoday.ir/ps/news/west_asia-i113794-ایران_به_هیڅکله_له_سروکرښو_هم_تیر_نه_شو
   امیر عبداللهیان ووئيل ،  په دې چې  ځينی عرب هیوادونه  له سورئې سره داړیکو عادي کولو سره دلچسپي لري،هرکلی ئې کوو او پرې  خوښ یوو .  
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Mar 24, 2022 00:09 Asia/Kabul
  • ایران به هیڅکله له سروکرښو هم تیر نه شو 

   امیر عبداللهیان ووئيل ،  په دې چې  ځينی عرب هیوادونه  له سورئې سره داړیکو عادي کولو سره دلچسپي لري،هرکلی ئې کوو او پرې  خوښ یوو .  

فارس خبری اژانس راپور راکړ،  د ایران د اسلامی جمهوریت خارجه وزیر پرون په دمشق کې د  سورئې له خارجه وزیر فیصل المقداد سره  له کتنې او خبرو اترو وروسته  ووئيل  که امریکا حقیقت پال چلند وکړي ، نو تیار یو ، په نزدې راتلونکي کې په ویانا کې د جامعې نړیوالې ایټمی موافقې د ګډ کمیشن د غړو خارجه وزیرانو  په شتون سره  موافقه نهائي  کړو .

 د ایران خارجه وزیر زیاته کړه ،  دسورئې له ولسمشر بشار اسد ،خارجه وزیر فیصل المقداد او ددغه هیواد د ملی امنیت د دفتر له مشر علی مملوک سره  مو په دمشق کې ډيرې ښې او مهمې خبرې اترې کړي  او د دوواړخیزو اړیکو، سیمه ایزو او نړیوالو بدلونونو  په باب مو بحث او ارزونې کړي دی .

Image Caption

 

   امیر عبداللهیان  همداراز ووئيل ،  په دې چې  ځينی عرب هیوادونه  له سورئې سره داړیکو   عادي کولو سره دلچسپي لري ، هرکلی  ئې کوو او پرې  خوښ یوو .  

 د ایران خارجه وزیر دغه راز  جوته کړه ،  د یمن د حالاتو پشمول  دځينو سیمه ایزو موضوعګانو په باب مو هم خبرې وکړې  او د درستو یمن والو لورو  ترمنیځ د خبرواترو  او د اور بند د ټينګیدا او د انساني  کلابندۍ د لغوه کیدا  هرکلی  کوو .

وروستي راپورونه  ښئ چې  دایران خارجه وزیر  د سورئې له لوړپوړو چارواکو سره له لیدوکاتو وروسته لبنان ته په رسمي سفر خوځيدلی دی .