د فلسطین مقاومت ډلو په اسرائیلو راکټونه ویشتلي دي
https://parstoday.ir/ps/news/west_asia-i115012-د_فلسطین_مقاومت_ډلو_په_اسرائیلو_راکټونه_ویشتلي_دي
ځینو خبري سرچینو بیګا د فلسطین له غزې تړانګې څخه په نیواکي فلسطین باندې د څو راکټونو د ویشتل کیدا خبر ورکړ .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Apr 20, 2022 23:57 Asia/Kabul
  • د فلسطین مقاومت ډلو په اسرائیلو راکټونه ویشتلي دي

ځینو خبري سرچینو بیګا د فلسطین له غزې تړانګې څخه په نیواکي فلسطین باندې د څو راکټونو د ویشتل کیدا خبر ورکړ .

د فلسطین شهاب خبري  اژانس وویل په سدیروت ، نیرعام او ایبیم صهیونیسټ میشته ښارګیو کښې د خطرې سایرنونه (Sirens) وهل شوي دي .

صهیونیسټان د فلسطین د مقاومت ډلو له دغه راکټي حملې ډير ویریدلي دي .

د صهیونیسټ رژیم دیارلسم(۱۳) ټیلي ويژن وویل یوازې په سدیروت صهیونیسټ میشته ښارګي کښې په دغه راکټي حملې کې څلور (۴) صهیونیسټان ژوبل شوي دي .

له دې مخکې د تیرې سې شنبې ورځ په سهار هم د صهیونیسټ  رژیم جنګي الوتکو د فلسطین د غزې تړانګې په جنوبي سیمې بمبارې کړي وې .

د فلسطین د ولسي مقاومت کومیټیو ویاند ابو مجاهد بیګا وویل په قدس کښې دیره د فلسطینیانو انتفاضې او په غزې تړانګې کښې د مقاومت دفاعي ځواک په صهیونیسټ رژیم باندې د جنګ نوي قواعد ورتپلي دي .

د فلسطین مقاومت ډلو مخکې ټینګار کړی و  نیغ په نیغه د صهیونیسټ رژیم حملو ته ځواب ورکوي او چټک په غبرګون وښيي .

د ایران خارجه د خارجه وزارت ویاند سعید خطیب زاده د صهیونیسټ رژیم د جنایتونو په غندلو سره وویل مسلمانان باید یو هیړ او په اتحاد سره د فلسطین د ایډیل ملاتړ وکړي .