یمن به د عربستان خلاف ورزۍ ته غاښ ماتونکی ځواب ورکړي
https://parstoday.ir/ps/news/west_asia-i115178-یمن_به_د_عربستان_خلاف_ورزۍ_ته_غاښ_ماتونکی_ځواب_ورکړي
المیادین ټیلي ويژن راپور ورکړ د یمن د ملي ژغورنې د حکومت ویاند محمد عبدالسلام په مارب ولایت کښې د سعودي عربستان د ائتلاف غلیمانه اقداماتو ته په اشارې سره وویل د یمن پوځ او ولسي کومیټیانې به د دښمن لخوا د اوربند خلاف ورزۍ ته جدي او غاښ ماتونکی ځواب ورکړي .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Apr 24, 2022 09:23 Asia/Kabul
  • یمن به د عربستان خلاف ورزۍ ته غاښ ماتونکی ځواب ورکړي

المیادین ټیلي ويژن راپور ورکړ د یمن د ملي ژغورنې د حکومت ویاند محمد عبدالسلام په مارب ولایت کښې د سعودي عربستان د ائتلاف غلیمانه اقداماتو ته په اشارې سره وویل د یمن پوځ او ولسي کومیټیانې به د دښمن لخوا د اوربند خلاف ورزۍ ته جدي او غاښ ماتونکی ځواب ورکړي .

په تیرې سه شنبې ورځ د سعودي عربستان د ائتلاف ګوډاګیانو په دوو(۲) کاتیوشا توغندیو سره د یمن په مارب ولایت کښې په دارلبلق  شرقي کښې د ولسي کمیټیو او د پوځ په مرکزونو بریدونه وکړل او په لحج او مارب ولایتونو کښې یې د ولسي کومیټیو او د پوځ په مرکزونو او دخلکو په کورونو باندې ډزو کولو سره شپږ(۶) ځله د اوربند خلاف ورزیانې وکړې .

د یمن د ملي ژغورنې د حکومت ویاند  محمد عبدالسلام وویل د سعودي عربستان ائتلاف خپل ځواکونه د مارب په جبهو کښې راغونډ کړي دي .

هغه ټینګار وکړ د سعودي عربستان او د متحده عربي اماراتو لخوا به د اوربند خلاف ورزۍ ته ځواب ورکول ډیر غاښ ماتونکی وی او د یمن وسله وال ځواکونه او وسلې کومیټیانې له هر ډول تیري سره مقابلې ته چمتو دي .

په همدې زمینه کښې د یمن د لوړې سیاسي شورا مشر مهدي المشاط د اوربند د بریالیتوب او د صنعا هوايي ډګر او د الحدیده بندرونو د بیرته خلاصیدا او د کلابندۍ په ختمیدا ټینګار وکړ .