د نړیوالې ټولنې چوپتیا، اسرائیل د یرغل دوام ته هڅوي
https://parstoday.ir/ps/news/west_asia-i115252-د_نړیوالې_ټولنې_چوپتیا_اسرائیل_د_یرغل_دوام_ته_هڅوي
په ملګرو ملتونو کې د سوریې دایمي استازی ویلي چي په فلسطینيانو باندې د صهیونیستي رژیم د بار بار بریدونو په وړاندې د نړیوالې ټولنې چوپتیا، دغه رژیم د نړیوالو قوانینو لاندې کولو ته هڅوي.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Apr 26, 2022 08:29 Asia/Kabul
  • د نړیوالې ټولنې چوپتیا، اسرائیل د یرغل دوام ته هڅوي

په ملګرو ملتونو کې د سوریې دایمي استازی ویلي چي په فلسطینيانو باندې د صهیونیستي رژیم د بار بار بریدونو په وړاندې د نړیوالې ټولنې چوپتیا، دغه رژیم د نړیوالو قوانینو لاندې کولو ته هڅوي.

د سوریې استازی بسام صباغ د ملګرو ملتونو د امنیت شورا په غونډه کې تاکېد وکړ چي د نړیوالې ټولنې دغه ډول کړچار به د سیمي امنیت له خطرې سره مخ کړي او د ملګرو ملتونو کارندوالې تر پوښتنې لاندې راولي.

هغه سوریې باندې د اسرائیل دوامداره بریدونه د امنیت او د ثبات لپاره ګواښ وباله او د ملګرو ملتونو د سرمنشي او د امنیت شورا د مداخلې غوښتونکي شو.

صباغ زیاته کړه چي هیواد یې د اسرائیلي رژیم د بریدونو په وړاندې مقابله خپل حق بولي.

په دغه غونډه کې د ایران استازی مجید تخت روانچې هم د اسرائیلي رژیم د جنایاتو په غندنې سره، د لاقصی جومات او د مسلمانانو د عقایدو د سپکاوي په هکله اسرائیل ته خبرداری ورکړ او ویې ویل: د یو ستر ناورین څخه د مخنیوی لپاره باید د الاقصی جومات تاریخي او قانوني حالات د نړیوالو اصولو له مخي له بدلون پرته پاتي شي.

دا په داسي حال کې دی چي د رمضان د میاشتې له پیلېدو سره سم، صهیونیستي رژیم په ځلونو په الاقصی جومات باندې په برید سره، په سلګونو لمونځ کوونکو ته مرګژوبله اړولې ده.