د ترکیې د سفارت مخې ته د عراقیانو لاریون
په بغداد کې د ترکیې د سفارت مخې ته عراقي لاریون کوونکو د عراق په خاورې باندې د ترکیې د دوامداره یرغل د ختمېدو غوښتنه کړي.
ترکیه په وروستیو کلونو کې په ځلونو د کردستان د پې کې کې ګونډ د عناصرو سره د مبارزې په پلمې سره په ځلونو د عراق په خاوره یرغل کړې چي دا کار د عراق د حکومت او د نړیوالو له سخت غبرګون سره مخامخ شوی دی.
زمونږ د خبریال له راپور سره سم، عراقي لاریون کوونکو د ترکیې په ضد د شعارونو په ورکولو سره، په دغه هیواد باندې د ترکیې د بریدونو د ختمېدو غوښتونکي شوي دي.
د عراق ولسمشریزي ماڼۍ په دې وروستیو کې د عراق په شمال باندې د ترکیې د بریدونو په غندلو سره ویلي چي په عراق باندې د ترکیې پرلپسې بریدونه د دې هیواد د ځمکني بشپړتیا او د نړیوالو قوانینو او د ګاونډیتوب له چلند سره په ټکر کې دی.