د فلسطيني خبريالې د جنازې په مراسمو د صهيونېسټانو وحشيانه حمله
د فلسطيني خبريالې د جنازې په مراسموباندې د صهيونېسټو فوځيانو په وحشيانه حمله کښې په لسګونو فلسطينيان ژوبل شول.
د عرب ۴۸ نومې خبري سائيټ د رپوټ له مخې د صهيونېسټ رژيم فوځيانو نن په نيواکي قدس شريف کښې د الفرنسي روغتون په وړاندې د فلسطيني شهيدې خبريالې مېرمن شيرين ابو عاقله د جنازې په مراسمو باندې په وحشيانه حملې او په مراسمو کښې په ګډون کؤنکو په تشدد کولو سره په لسګونو فلسطينيان ژوبل کړل.
د صهيونېسټ رژيم فوځيانو روغتون ته تلونکې لارې او سړکونه هم تړلي دي او د فلسطيني بېرغونو او د الجزيره چېل د شهيدې خبريالې د تصويرونو له اوچتولو څخه مخنيوے کوي.
د يادونې ته د مېرمن شيرين ابوعاقلې وژله د فلسطيني خبريالانو په خلاف د صهيونېسټ رژيم وړومنبے جنايت نه ؤ بلکه د فلسطين د اطلاع رسونې د وزارت د اعلان له مخې په ۲۰۰۰ کال کښې د فلسطيني د دويمې انتفاضې د شروع کېدو له وخت نه تر اوسه د صهيونېسټ رژيم په لاسو ۴۵ فلسطيني او غېر فلسطيني خبريالان شهيدان شوي دي.