د فلسطین د خبریالې شهیدول د اسرائیلو د زوال سبب کیږي
ایسنا خبري اژانس وايي د ایران د اسلامي تبلیغاتو د غږملتیا شورا د صهیونیسټ غاصب او ماشوم وژونکي رژیم لخوا د فلسطین د خبریالې شهیدول وغندل .
د صهیونیسټ رژيم عسکرو په تیرې چهارشنبې ورځ د اردن سین په لویدیځې غاړې کښې په جنین کیمپ باندې په یرغل سره د الجزیرې ټیلي ویژن فلسطینۍ خبریاله میرمن شیرین ابوعاقله په ډزو سره شهیده کړه .
د ایران د اسلامي تبلیغاتو د غږملتیا شورا پرون په یوې خبرپاڼه کښې وویل په پتیالۍ خبریالې شیرین ابو عاقله باندې د غڼي د ځالې د غاصب موقته مستاجرانو څاروي ډوله حمله د ټول بشریت ، ازادۍ ، سولې او د پتیالیتوب پرضد جنایت دی او د ماشوم وژونکي او د خونړي او د جعلي رژیم لخوا په انسانیت او ازادۍ باندې حمله ده کوم چې هیڅ مسلک او مرام ته پاې بند نه و او نه دی .
په دغه بیانیې کښې ویل شوي دي د فلسطین د خبریالې شهادت او د اسرائیلو رژیم د عسکرو لخوا د ازادۍ د لارې د دغه سمبول د جنازې په مراسمو باندې حمله د دې ښودنه کوي چې ماشوم وژونکي صهیونیسټ رژیم د فلسطین د خلکو له مقاومت او هم له خپلواکه خبریالانو او د نړۍ له عمومي افکارو څخه سخت ویریږي .