صهیونیسټانو یو بل فلسطیني ځوان په ډزو شهید کړ
https://parstoday.ir/ps/news/west_asia-i116748-صهیونیسټانو_یو_بل_فلسطیني_ځوان_په_ډزو_شهید_کړ
صهیونیسټي پوځیانو په لویدیځې غاړې کښې یو بل فلسطیني ځوان په ډزو شهید کړی او هم داشان یې د بني براک عملیاتو د ترسره کونکي کور وچاودوه
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Jun 02, 2022 09:53 Asia/Kabul
  • صهیونیسټانو یو بل فلسطیني ځوان په ډزو شهید کړ

صهیونیسټي پوځیانو په لویدیځې غاړې کښې یو بل فلسطیني ځوان په ډزو شهید کړی او هم داشان یې د بني براک عملیاتو د ترسره کونکي کور وچاودوه

دغه ۲۴ کلن فلسطیني ځوان د صهیونیسټي رژيم د پوځیانو د ډزو له امله سخت زخمي شوی او روغتون ته منتقل کړی شو خو د زخمونو له امله یې سا ورکړه او شهید شو.

د فلسطین روغتیا وزارت ویلي چې یو بل فلسطیني هم د لویدیځې غاړې په بیت لحم کښې په الدهیشه کیمپ باندې د صهیونیسټي پوځیانو په برید کښې ژوبل شوی دی.

صهیونیسټو پوځیانو پرون هم په لویدیځې غاړې کښې یوه فلسطیني میرمنه شهیده کړې وه. هغوي د دغې ښځې د ژوند ژغورلو په موخه د مرستندويه کسانو د ورتګ مخه نیولې وه.

ورته مهال فلسطیني سرچینو خبر ورکړی چې نیواکګرو د بني براک په نامه د صهیونیسټي ضده عملیاتو د ترسره کونکي کور چاودولی دی.

همداشان په یعبد ښارګي باندې د صهیونیسټي پوځیانو په برید کښې ۶ فلسطینیان زخمي شوي چې د دریو حالت په کښې نازک دی.