اسرائیل له پاشلتیا سره مخ دی
(last modified Sat, 04 Jun 2022 09:53:54 GMT )
Jun 04, 2022 14:23 Asia/Kabul
  • اسرائیل له پاشلتیا سره مخ دی

د صهیونیست رژیم لومړي وزیر په نیواکې فلسطین کې ګډوډیو ته په اشارې سره، اعتراف وکړ چي اسرائیلي رژیم پاشلتیا ته نژدې شوی دی.

د دنیا الوطن له راپور سره سم، د صهیونیستي رژیم لومړي وزیر نفتالي بنت د صهیونیستي ښارګوټو اوسېدونکو ته په یو پیغام کې ویلي چي اسرائیل د یوې لویې ازموینې سره مخ شوی دی او په یو بې سارې حالاتو کې دی چي پاشلي کېدو ته نژدې شوی دی، د یوه تاریخي دوه لارې په سر کې دی.

هغه زیاته کړه: مونږ اوس د اسرائیل د پاشلتیا په دریم پړاو کې یو او اتم لسیزي ته ورنژدې کیږو، مونږ ټوله د یوې لویي ازموینې سره مخ یو.

نفتالی بنت په تېرو کلونو کې پرلپسې ټاکنې، سیاسي اختلافات او د کابینې د جوړولو ستونزو ته په اشارې سره وویل چي دغه رژیم په خپل تاریخ کې تر ټولو له سختو حالاتو سره لاس په ګرېوان دی.

د اسرائیل د جعلی رژیم د پاشلتیا په هکله اندېښنې د دې رژیم د استخباراتي چارواکو په نزد کې زیاتې شوي چي په دې اړه یې پرلپسې خبرداری ورکړي دي.