د بحرین خلک له انتخاباتو څخه راحت کړئ
https://parstoday.ir/ps/news/west_asia-i117092-د_بحرین_خلک_له_انتخاباتو_څخه_راحت_کړئ
ایرنا خبري اژانس وايي د بحرین د اسلامي غورځنګ مشر شیخ عیسی قاسم وویل که چیرې راتلونکی پارلمان د حکومت استازی وي او د خلکو نه نو دغو انتخاباتي مغالطو او شور ماشور ته هیڅ ضرورت نشته او خلک راحت پریږدئ.
(last modified 2023-01-24T09:59:29+00:00 )
Jun 11, 2022 05:56 Asia/Kabul
  • د بحرین خلک له انتخاباتو څخه راحت کړئ

ایرنا خبري اژانس وايي د بحرین د اسلامي غورځنګ مشر شیخ عیسی قاسم وویل که چیرې راتلونکی پارلمان د حکومت استازی وي او د خلکو نه نو دغو انتخاباتي مغالطو او شور ماشور ته هیڅ ضرورت نشته او خلک راحت پریږدئ.

ټاکل شوي ده چې د بحرین د پارلمان انتخابات د روان میلادي کال په اکتوبر میاشت کښې وشي او زیات احتمال دا دی چې د بحرین د ال خلیفه دیکتاتور رژیم مخالف سیاسي ګوندونه  د دغو انتخاباتو بایکاټ وکړي.

هغه وویل د بحرین مخ ته انتخابات د داسې پارلمان سبب کیږي چې د خلکو د استازي توب پرځاې د بحرین د حکومت استازي توب پرغاړه واخلي او هغه د اوسني پارلمان په شان وي چې د بحرین د حکومت د ظالمانه انفرادي سیاستونو د دوام لپاره هڅه وکړي.

دغه ستر عالم د بحرین د ال خلیفه رژیم چارواکو ته ټینګار وکړ خلک د دغو انتخاباتو په هکله راحت کړئ او لګښتونه یې د خپلو شخصي هدفونو لپاره وساتئ.