د فلسطین د ولس ارمان د اسلامي نړۍ وړومبنۍ مسئله ده
https://parstoday.ir/ps/news/west_asia-i118030-د_فلسطین_د_ولس_ارمان_د_اسلامي_نړۍ_وړومبنۍ_مسئله_ده
د ایران د بهرنیو چارو وزیر بیګا په سوریه کښې د دیره فلسطیني ډلو له مشرانو سره په کتنه کښې، د فلسطیني ولس د آرمان مسئله، د اسلامي نړۍ وړومبنۍ مسئله وبلله
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Jul 03, 2022 01:12 Asia/Kabul
  • د فلسطین د ولس ارمان د اسلامي نړۍ وړومبنۍ مسئله ده

د ایران د بهرنیو چارو وزیر بیګا په سوریه کښې د دیره فلسطیني ډلو له مشرانو سره په کتنه کښې، د فلسطیني ولس د آرمان مسئله، د اسلامي نړۍ وړومبنۍ مسئله وبلله

د ایرنا د خبر له مخې امیر عبداللهیان چې دمشق ته تلی دی، همداشان یې یوځل بیا د قدس شریف په پلازمینه توب یو واحد فلسطیني حکومت ته د رسیدو او د خپل پلرني وطن تر آزادولو پورې د فلسطین د خلکو له مقاومته په دفاع کښې د ایران د اسلامي جمهوریت په پریکنده ملاتړ باندې ټینګار وکړ.

د ایران خارجه وزیر په دوام کښې د ځینو هغو هیوادونو له اقدامه د خواشینۍ په څرګندولو سره وویل چې هغوي هڅه کوي صهیونیسټي رژیم ته په نزدې کیدو سره په خپلو کورنیو ستونزو باندې برغولی کیږدي.

هغه دغه ډول اقدام د غاصب صهیونیسټي رژیم له ظلم او تیري سره په مقابله کښې  د فلسطین د خلکو له لوړ آرمان سره خیانت وباله.

په دغه ملاقات کښې د مقاومت د ډلو استازو هم خپل نظرونه بیان کړل او د فلسطین له مقاومته په دفاع کښې د ایران د اسلامي جمهوریت د ملاتړونه قدرونه او ستاینه یې وکړه.

د ویلو ده چې د ایران د اسلامي جمهوریت خارجه وزیر د سوریې له چارواکو سره د خبرواترو په موخه پرون دمشق ته تلی دی.