اسلامي امت باید د فلسطین او د الاقصی جومات ملاتړ وکړي
العالم ټيلي ويژن راپور ورکړ د فلسطین د اسلامي مقاومت غورځنګ حماس د سیاسي دفتر مشر اسماعیل هنیه د امت مشرانو ، علماو او متفکرانو ته په یوه پیغام کښې له فلسطین او الاقصی جومات څخه د ډیر ملاتړ غوښتنه وکړه.
اسماعیل هنیه پرون په یوه پیغام کښې وویل د مسلمانانو لومړنۍ قبله د اسرائیلي نیواکګرانو له تیري سره مخامخ ده او مسلمانان الاقصی جومات ته د ننوتلو جوګه نه دي او د هغوې د عبادت د ازادۍ حق سلب شوی او صهیونیسټي دوښمن هماغه راز د الاقصی جومات د وخت او د ځاې د ویشلو یا د کیندنو له لارې د دغه جومات د ورانولو او د نویو واقعیتونو د رامینځته کولو هڅه کوي.
د فلسطین د حماس غورځنګ د سیاسي دفتر مشر اسماعیل هنیه وویل د فلسطین ملت او د سیمې ټول ملتونه د خپلو مشرانو اقداماتو ته سترګې په لار دي او مونږ ټول هیله من یوو چې دغه هڅې او دغه اقدامات د اسلامي امت د سترو او د مهمو پیښو د خدمت او دغه راز د قدس او د الاقصی جومات لپاره وکارول شي او ټول د عزت ، د کرامت او د خپلو سپيڅلیو ځایونو د دفاع او د حقوقو لپاره لاس په کار شي.