په الاقصی جومات باندې د صهیونیستانو برید
https://parstoday.ir/ps/news/west_asia-i118454-په_الاقصی_جومات_باندې_د_صهیونیستانو_برید
د صهیونیستي ښارګوټو په لسګونو اوسېدونکي یو ځلي بیا په الاقصی جومات برید کړي او په زوره جومات ته ورننوتي دي.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Jul 14, 2022 10:42 Asia/Kabul
  • په الاقصی جومات باندې د صهیونیستانو برید

د صهیونیستي ښارګوټو په لسګونو اوسېدونکي یو ځلي بیا په الاقصی جومات برید کړي او په زوره جومات ته ورننوتي دي.

په الاقصی جومات باندې د صهیونیستي ښارګوټو د اوسېدونکو برید چي د اسرائیل د رژیم د ځواکونو په ملاتړ تر سره کیږي په یوه روزمره چاره بدله شوې ده.

اسرائیلي رژیم غواړي په دې کار سره الاقصی جومات د مسلمانانو څخه واخلي او د یهودیانو په عبادت ځای باندې بدل کړي چي فلسطيني ډلو په ځلونو په دې هکله اسرائیل ته خبرداری ورکړي دي.

د قدس شریف د اسلامي اوقافو ادارې د یوې بیانیې په صادرولو سره، اعلان وکړ چي د صهیونیستي رژیم د ښارګوټو په لسګونو اوسېدونکي د اسرائیل د وحشي ځواکونو په ملاتړ الاقصی جومات ته ورداخل شوي دي.

بیانیه کې راغلې چي د دې یرغل پر مهال صهیونیستانو په لمونځ کوونکو برید کړي او په جومات کې یې د یهودیانو مذهبي مراسم تر سره کړي دي.

دغه مجرمانه هلې ځلې په داسي حال کې تر سره کیږي چي حتي نړیوالې ادارې هم د الاقصی د جومات اسلامي هویت په رسمیت پېژني او دغه جومات د مسلمانانو لپاره بولي.

تېر کال کې هم په زرګونو ځلي صهیونیستي وګړي مسجد الاقصی ته په ننوتلو سره د دې سپیڅلي ځای سپکاوی کړی دی.

د الاقصی جومات د فلسطین او د مسلمانانو د هویت یوه بېلګه ده چي تل د اسرائیلي رژیم له ورانوونکو اقداماتو سره مخامخ دي.