له ایران سره  د سعودي عربستان خبرې اترې مثبتې دي
https://parstoday.ir/ps/news/west_asia-i118560-له_ایران_سره_د_سعودي_عربستان_خبرې_اترې_مثبتې_دي
 دسعودي عربستان خارجه وزیر  ددې خبرې په کولو سره چې  دجدې په غونډې کې  د عربی ناټو موضوع  مطرح نه شوه ،ټينګار وکړ ،ریاض له تهران سره د  عادي اړیکو دټينګولو  غوښتونکی دی .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Jul 17, 2022 01:50 Asia/Kabul
  • له ایران سره  د سعودي عربستان خبرې اترې مثبتې دي

 دسعودي عربستان خارجه وزیر  ددې خبرې په کولو سره چې  دجدې په غونډې کې  د عربی ناټو موضوع  مطرح نه شوه ،ټينګار وکړ ،ریاض له تهران سره د  عادي اړیکو دټينګولو  غوښتونکی دی .

  ایران پریس خبري آژانس راپور ورکړ، د عربستان خارجه وزیر فیصل بن فرحان  په یولړ څرګندونو کې  زیاته کړې ده ،  دعربستان لاسونه هماغه راز د ایران په لور اوږدۀ دي  اوریاض  له تهران سره د عادي اړیکو ټینګولو ته  ګرهمن دی .  دعربستان خارجه وزیر  همداراز ووئيل، له ایران سره خبرې اترې مثبتې دي ،خو تر دې  دمه   هدف ته نه دي رسیدلی  اوهیله مند یوو ، په راتلونکي کې  دیو لړ بدلونونو شاهدان ووسو .

 بن فرحان روښانه کړې ده ،  له ایران سره دتعامل لپاره ، ترټولو ښه اویوازینۍ  لاره ډيپلوماټیک حل لاره ده . هغه همداراز ووئيل نه د جدې په غونډې کې او نه هم له دې مخکې  هیڅکله  هم  له اسرائيلو سره د پوځي اویا تخنیکي ملګرتیا موضوع باندې خبرې نه دي شوي .

د عربستان خارجه وزیر   دغه راز ووئيلر ،  دعربی ناټو په نامې سره هیڅ شی نشته او  زه نه پوهیږم ، دغه  نامه له کومه ځایه راپورته شوې  او دا موضوع د  جدې په  غونډې کې نه ده مطرح شوې .