صهیونیستي رژیم د پنځو فلسطیني ماشومانو په وژلې اعتراف وکړ
https://parstoday.ir/ps/news/west_asia-i119806-صهیونیستي_رژیم_د_پنځو_فلسطیني_ماشومانو_په_وژلې_اعتراف_وکړ
د صهیونیستي رژیم ځواکونو د غزې په تړانګې باندې په خپلو وروستیو بریدونو کې د پنځو فلسطیني ماشومانو په وژلي باندې اعتراف وکړ.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Aug 16, 2022 11:25 Asia/Kabul
  • صهیونیستي رژیم د پنځو فلسطیني ماشومانو په وژلې اعتراف وکړ

د صهیونیستي رژیم ځواکونو د غزې په تړانګې باندې په خپلو وروستیو بریدونو کې د پنځو فلسطیني ماشومانو په وژلي باندې اعتراف وکړ.

دغه منحوس رژیم د اګوست د میاشتې له پنځمې څخه د دریو ورځو لپاره د غزې په تړانګې باندې پرلپسې بریدونه وکړ چي د امله یې د ۱۷ ماشومانو په شمول لږ تر لږه ۵ فلسطیني یان په شهادت ورسېده او ۳۶۰ تنه ټپیان شول.

په یوه پېښه کې د اسرائیل د رژیم ترهګرو ځواکونو د جبالیا په سیمه کې په یوه ورځ کې د ۵ ماشومانو په شمول د یوې کورنۍ ټولې غړې ووژلې.

په دې هکله د صهیونیستي رژیم هاآرتص ورځپاڼه هم یو راپور خپور کړی دی.

خو د دغه یرغل په ځواب کې د فلسطین د اسلامي جهاد غورځنګ په لسګونو راکټونه د صهیونیستي رژیم په فوځي اډو وتوغول چي په نتیجه کې دغه رژیم اوربند ته غاړه کښېښوده او د دې غورځنګ مشر خلیل عواوده یې خوښي کړل.