ترکیې نور په لسګونو افغان پناه غواړي بیرته افغانستان ته وګرځول
له پناه غواړو سره د ترکیې چلند او دغه ډول اقدامات په داسې حال کې ترسره کیږي،چې دغه هیواد له نړیوالو اورګانونو او اروپائي اتحادئې د پناه غواړو دساتلو لپاره ډيرې زیاتې نغدې پیسې ترلاسه کوي.
آناتولی خبری آژانس راپور ورکړ،ترکیې د غیر قانوني کډوالو دنیولو او ستنولو د عملیاتو په دوام کې نور یوسل شل کډوال بیرته وګرځول چې په لسګونو پکې افغانان دي.
ترکیه له سخت اقتصادي بحران سره لاس او ګریوان ده او د دغه هیواد حکومت ،د پناه غواړو ویستل په ایجنډا کې راوستي دي. داسې ښکاري چې د انقرې دحکومت اصلي هدف افغان ښاریز دی ، د افغانستان خلک په ۲۰۲۱کال اګست کې واک ته د طالبانو دبیرته په رسیدا پسې د افغانستان له سختو شرائطو څخه د د ژغورنې په خاطر کډوالۍ ته مخه کړې چې زیاتره په ترکیې کې دیره شوي دي.
په راپور کې وئيل شوي دي د ترکیې د کوجالی ولسوال وئيلي دي ،حکومت په درست هیواد کې دغیر قانوني کډوالو دبیرته ستنولو لپاره کوټلی هڅې کوي او نیول شوي کسان په موقتي توګه د صوبې د مهاجرت په مرکزونو کې ساتل کیږي او بیا خپلو هیوادونو ته چې زیاتره ئې افغانان دي بیرته ستنول کیږي .
له پناه غواړو سره د ترکیې چلند او دغه ډول اقدامات په داسې حال کې ترسره کیږي،چې دغه هیواد له نړیوالو اورګانونو او اروپائي اتحادئې د پناه غواړو دساتلو لپاره ډيرې زیاتې نغدې پیسې ترلاسه کوي.