په لویدیځې غاړې کښې یو فلسطیني ځوان شهید شو
یو فلسطیني ځوان د اردن سیند د لویدیځې غاړې د نابلس ښار په زړې برخې باندې د صهیونیسټي رژیم د پوځیانو په حمله کښې د زخمي کیدو له امله شهید شو
یو فلسطیني ځوان د اردن سیند د لویدیځې غاړې د نابلس ښار په زړې برخې باندې د صهیونیسټي رژیم د پوځیانو په حمله کښې د زخمي کیدو له امله شهید شو
په نیواکي فلسطین کښې د سیمې د خلکو خلاف د صهیونیسټي پوځیانو د غلیمانه اقداماتو لړۍ لاهم روانه ده او هغوي خپلو پراختیا غواړو موخو ته د رسیدو لپاره هره ورځ د فلسطین په مختلفو سیمو بریدونه کوي او فلسطینيانو ته مرګ ژوبله اړوي او ځینې هم نیسي.
د شهاب خبري آژانس د خبر له مخې د محمد عرایشه په نامه یو فلسطینی ځوان دوه اونۍ مخکښې د نابلس ښار په پخوانۍ سیمې باندې د نیواکګرو ځواکونو د یرغل په دوران کښې په ډزو لګیدلی و او نن د زخمونو له امله شهید شو.
له دې مخکښې هم د نابلس ښار په دغې سیمې کښې د فتح غورځنګ د پوځي څانګې د درې مبارزان شهیدان شوي وو.