د عربستان نیمايي خلک په اقتصادي حالت خپه دي
https://parstoday.ir/ps/news/west_asia-i120254-د_عربستان_نیمايي_خلک_په_اقتصادي_حالت_خپه_دي
الخلیج الجدید راپور ورکړ د یوې نظر پوښتنې نتیجې وايي چې د سعودي عربستان نیمايي ښاریز د هیواد له اقتصادي حالته ناراضي دي.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Aug 28, 2022 07:47 Asia/Kabul
  • د عربستان نیمايي خلک په اقتصادي حالت خپه دي

الخلیج الجدید راپور ورکړ د یوې نظر پوښتنې نتیجې وايي چې د سعودي عربستان نیمايي ښاریز د هیواد له اقتصادي حالته ناراضي دي.

دغه نظر پوښتنه د یوه سیمه ییز تجارتي شرکت لخوا د موسسه واشنګټن په سپارښتنه د روان میلادي کال د جولاۍ د میاشتې له پینځویشتمې نیټې څخه د اګست د میاشتې تر پینځلسمې نیټې پورې د سعودي عربستان له زرو(۱۰۰۰) ښاریزو سره ترسره شوي ده.

د سعودي عربستان د نیمايي خلکو عمومي خپګان د خوراکي توکو په برخه کښې د انفلاسیون او د تیلو په عایداتو باندې د عربستان د زیات اړوندوالي له کبله دی.

د دغه نظر پوښتنې پایلو وښودله چې د سعودي عربستان نیمايي خلک په هیواد کښې په بد اقتصادي حالت خپه دي او دا تقریبا د عربستان د ځوانانو، مینځ عمر او د بوډاګانو ګډ نظر دی.

په تیرې جولاۍ میاشت کښې په سعودي عربستان د انفلاسیون ګراف چې  د خوراکي موادو د بیو د زیاتیدا او د ټرانسپورټ او د ګاډو د کرایو او د لګښتونو د زیاتیدا په وجه چې په هیواد کښې د انفلاسیون اصلي عامل دی په تیرو دیارلسو کلونو کښې تر ټولو لوړ حد ته ورسید.