د لبنان حزب الله د فلسطین مقاومت ډلو ته مبارکي ورکړه
ایرنا خبري اژانس وايي د لبنان حزب الله اسلامي مقاومت غورځنګ په یوې خبر پاڼه کښې په «غور اردن» سیمه کښې د فلسطین د جنګیالیو د دقیقو او د حساب شویو عملیاتو په هکله مبارکي ورکړه.
د لبنان حزب الله غورځنګ ویلي دي حزب الله د لویدیځې غاړې په ختیځ کښې په غور اردن سیمه کښې د صهیونیسټ رژيم د پوځيانو د بس پرضد د فلسطین د مجاهدینو د زړورو او د بې ساري عملیاتو مبارکي ورکوي او هغه له اسرائیلي دښمن سره د مقابلې لپاره د فلسطین د ملت د ارادې همیشنی تائید ګڼي.
د فلسطین جنګیالیو په تیرې شنبې ورځ په نیواکي ټاټوبو کښې دقیق او حساب شوي عملیات وکړل او په غور اردن سیمه کښې یې د صهیونیسټ رژیم د پوځ په یوه ګاډي برید وکړ چې له کبله یې اوه پوځیان ژوبل شوي وو.
دا داسې عملیات وو چې صهیونیسټ رژیم یې ویرولی او د هغوې معادلات یې ګډوډ کړي دي.
د فلسطین سرچینو وویل د دغو عملیاتو په ترسره کیدا سره چې ډیر اهمیت لري د صهیونیسټ رژيم پوځیان او پولیس تیارسی شوي او په نیواکي ټاټوبو کښې ویره خپره شوي ده.