جنین کښې یو صهیونیسټي افسر وژل شوی/دوه فلسطینیان شهیدان شول
https://parstoday.ir/ps/news/west_asia-i121030-جنین_کښې_یو_صهیونیسټي_افسر_وژل_شوی_دوه_فلسطینیان_شهیدان_شول
د جنین ښآر په الجمله معبر کښې فلسطیني مقاومت په تازه صهیونیسټي ضده عملیاتو کښې یو صهیونیسټي افسر وژل شوی او د دغو عملیاتو ترسره کونکي دوه فلسطیني ځوانان د ډزو په تبادلې کښې شهیدان شول
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Sep 14, 2022 11:09 Asia/Kabul
  • جنین کښې یو صهیونیسټي افسر وژل شوی/دوه فلسطینیان شهیدان شول

د جنین ښآر په الجمله معبر کښې فلسطیني مقاومت په تازه صهیونیسټي ضده عملیاتو کښې یو صهیونیسټي افسر وژل شوی او د دغو عملیاتو ترسره کونکي دوه فلسطیني ځوانان د ډزو په تبادلې کښې شهیدان شول

د (والا) په نامه عبرې ژبې ویب سایټ لیکلي چې د صهیونیسټي رژیم خبري سرچینو د جنین په شمال کښې د فلسطیني ځواکونو د نن سهار په صهیونیسټي ضده عملیاتو کښې د دغه رژیم د پوځ د یو افسر وژل کیدل په رسمي توګه تایید کړل.

ځینو سرچینو هم په دغو نښتو کښې د شپږو صهیونیسټي پوځیانو د زخمي کیدو خبر ورکړی دی.

د یادو عملیاتو په ځواب کښې د صهیونیسټي رژیم پوځ د الجمله لاره او سیمه تر راتلونکې جمعې پورې بنده کړه او د صهیونیسټي رژیم امنیتي ځواکونه تیارسي شوي دي.

ورته مهال فلسطیني سرچینو هم د صهیونیسټي رژیم له پوځیانو سره د ډزو په تبادله کښې د دغو صهیونیسټي ضده عملیاتو د ترسره کونکو ځوانانو د شهادت خبر ورکړ. فلسطیني سرچینو ویلي چې د شهید شویو ځوانانو نومونه احمد ایمن او عبدالرحمن هاني عاید وو.

خبر زیاتوي چې د الاقصی د شهیدانو کنډکونه په نامه د فتح غورځنګ پوځي څانګې په رسمي توګه د دغو صهیونیسټي ضده عملیاتو مسئولیت منلی دی.