لویدیځې غاړې کښې فلسطیني ځلمی شهید شو
-
فایل فوټو
د فلسطین طبي سرچینو ویلي چې یو فلسطیني ځلمی د صهیونیسټي پوځیانو د نیغ په نیغه ډزو له امله شهید شوی دی
د الجزیره د ننني رپورټ له مخې، د فلسطین روغتیايي سرچینو ویلي دي چې د عدی صالح په نامه یو ۱۵ کلن فلسطیني ځلمی د لویدیځې غاړې په شمال کښې د پروت جنین ښار په (کفردان) ښارګي کښې شهید شوی دی.
فلسطیني سرچینو همداشان په کفردان ښارګي کښې د مقاومت د ځواکونو او د صهیونیسټي پوځیانو ترمینځ د وسله والې نښې د کیدو خبر ورکړ.
په دې وجه د صهیونیسټي رژيم سنایپران په کفردان ښارګي کښې د کورونو په چتونو مورچه شوي دي.
ځايي سرچینو هم ویلي چې صهیونیسټي پوځیانو روغتون ته د یاد فلسطیني زخمي د رسولو لپاره کفردان ښارګي ته د ایمبولینس د ورتګ مخه ونیوله.
پرون هم د مقاومت د ځواکونو او صهیونیسټي پوځیان ترمینځ په شوې نښته کښې دوه فلسطیني مبارزان شهیدان شوي او یو صهیونیسټ پوځي هم هلاک شوی و.