د فلسطینیو شهیدانو د وینو د چخڼي کیداهیچاته اجازت  نه ورکوو
https://parstoday.ir/ps/news/west_asia-i124288-د_فلسطینیو_شهیدانو_د_وینو_د_چخڼي_کیداهیچاته_اجازت_نه_ورکوو
د فلسطین د اسلامی مقاومتي غورځنګ حماس دغه مشر  په دې باب ووئيل، زه د جنین اتل ولس ته  د مخ په پراختیا مقاومت په دلیل دوي ته مبارکي وایم ،هغه کسان چې دقدس الاقصی جومات  او د ټول فلسطین د فاع کوي اتلان دي.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Dec 01, 2022 09:57 Asia/Kabul
  • د فلسطینیو شهیدانو د وینو د چخڼي کیداهیچاته اجازت  نه ورکوو

د فلسطین د اسلامی مقاومتي غورځنګ حماس دغه مشر  په دې باب ووئيل، زه د جنین اتل ولس ته  د مخ په پراختیا مقاومت په دلیل دوي ته مبارکي وایم ،هغه کسان چې دقدس الاقصی جومات  او د ټول فلسطین د فاع کوي اتلان دي.

د فلسطین د  اسلامی مقاومت غورځنګ حماس یوه مشر اسماعیل رضوانله صهیونیسټي پوځيانو سره په نښتې کې د جنین د غونډ د دوو غړو په شهادت غبرګون وښود او وې وئيل،هیچا ته د فلسطینیو شهیدانو د وینو ترپښو لاندې کولو اجازت ورنکړو.

نن سهار وختي د لویدیځي غاړې په شمال کې  په جنین کیمپ باندې د صهیونیسټي وحشي پوځیانو له حملې سره په یووخت د مقاومت مبارزانو له دوي سره وسلوالې ډغرې ته مخه کړه . په دغو سختو نښتو کې د جنین دغونډ یو کمانډر ۲۶کلن محمد ایمن السعدي  او یو بل غړی ۲۷کلن نعیم جمال زبیدي شهیدان شول.

العهد خبری سایټ راپور ورکړ، د فلسطین د اسلامی مقاومتي غورځنګ حماس دغه مشر  په دې باب ووئيل، زه د جنین اتل ولس ته  د مخ په پراختیا مقاومت په دلیل دوي ته مبارکي وایم ،هغه کسان چې دقدس الاقصی جومات  او د ټول فلسطین د فاع کوي اتلان دي.

اسماعیل  رضوان زیاته کړې ده ،د شهیدانو وینه به هیڅکله هم ضائع نشي او  له نیواکګرو سره د ښکیلیدا او مقاومت د سختیدا لپاره به یو عامل وي.

اسماعیل رضوان دې ته په اشارې سره چې  مقاومت  دغه جنایت ته پخپل مناسب انداز ځواب ورکوي،  په دغې پښې پسې ئې د صهیونیسټي نیواکګرانو په وړاندې دمقاومت  او ځواب ورکولو د سختیدا په ضرورت ټينګار وکړ.

صهیونیسټي وحشي پوځیان  او د ښارګوټو اوسیدونکي صهیونیسټان خپلو سپيرو او پراختیا غواړو موخو ته د رسیدا لپاره هره ورځ دفلسطین پر مختلفو سیمو یرغلونه کوي او د فلسطینیانو وینه بهوي او زندانو ته ئې اچوي، فلسطینی مبارزان هم  په هرې وسیلې سره چې ئې لري، د صهیونیسټانو بې شمیره جنایتونو ته ځواب ورکوي.