د فلسطینیو شهیدانو د وینو د چخڼي کیداهیچاته اجازت نه ورکوو
د فلسطین د اسلامی مقاومتي غورځنګ حماس دغه مشر په دې باب ووئيل، زه د جنین اتل ولس ته د مخ په پراختیا مقاومت په دلیل دوي ته مبارکي وایم ،هغه کسان چې دقدس الاقصی جومات او د ټول فلسطین د فاع کوي اتلان دي.
د فلسطین د اسلامی مقاومت غورځنګ حماس یوه مشر اسماعیل رضوانله صهیونیسټي پوځيانو سره په نښتې کې د جنین د غونډ د دوو غړو په شهادت غبرګون وښود او وې وئيل،هیچا ته د فلسطینیو شهیدانو د وینو ترپښو لاندې کولو اجازت ورنکړو.
نن سهار وختي د لویدیځي غاړې په شمال کې په جنین کیمپ باندې د صهیونیسټي وحشي پوځیانو له حملې سره په یووخت د مقاومت مبارزانو له دوي سره وسلوالې ډغرې ته مخه کړه . په دغو سختو نښتو کې د جنین دغونډ یو کمانډر ۲۶کلن محمد ایمن السعدي او یو بل غړی ۲۷کلن نعیم جمال زبیدي شهیدان شول.
العهد خبری سایټ راپور ورکړ، د فلسطین د اسلامی مقاومتي غورځنګ حماس دغه مشر په دې باب ووئيل، زه د جنین اتل ولس ته د مخ په پراختیا مقاومت په دلیل دوي ته مبارکي وایم ،هغه کسان چې دقدس الاقصی جومات او د ټول فلسطین د فاع کوي اتلان دي.
اسماعیل رضوان زیاته کړې ده ،د شهیدانو وینه به هیڅکله هم ضائع نشي او له نیواکګرو سره د ښکیلیدا او مقاومت د سختیدا لپاره به یو عامل وي.
اسماعیل رضوان دې ته په اشارې سره چې مقاومت دغه جنایت ته پخپل مناسب انداز ځواب ورکوي، په دغې پښې پسې ئې د صهیونیسټي نیواکګرانو په وړاندې دمقاومت او ځواب ورکولو د سختیدا په ضرورت ټينګار وکړ.
صهیونیسټي وحشي پوځیان او د ښارګوټو اوسیدونکي صهیونیسټان خپلو سپيرو او پراختیا غواړو موخو ته د رسیدا لپاره هره ورځ دفلسطین پر مختلفو سیمو یرغلونه کوي او د فلسطینیانو وینه بهوي او زندانو ته ئې اچوي، فلسطینی مبارزان هم په هرې وسیلې سره چې ئې لري، د صهیونیسټانو بې شمیره جنایتونو ته ځواب ورکوي.