ترهګرو ډلو او لویدیځو هیوادونو کیمیاوي وسلې کارولي دي
(last modified Fri, 02 Dec 2022 06:52:28 GMT )
Dec 02, 2022 11:22 Asia/Kabul
  • ترهګرو ډلو او لویدیځو هیوادونو کیمیاوي وسلې کارولي دي

سانا خبري اژانس راپور ورکړ د سوریې د باندنیو چارو وزارت د کیمیاوي وسلو په هکله په امنیتي سیاست او خارجي چارو کښې د اروپايي اتحادیې د استازي بیانیې ته غبرګون وښود.

د سوریې د بهرنیو چارو وزارت نن په یوې  خبر پاڼه کښې وویل د کیمیاوي وسلو په هکله په امنیتي سیاست او خارجي چارو کښې د اروپايي اتحادیې د استازي لخوا خپره شوي بیانیه د نړیوالې ټولنې د بې لاره کولو لپاره یوه هڅه ده او سوریې په خپل تاریخ کښې هیڅکله کیمیاوي وسلې نه دي استعمال کړي او نه به یې  استعمال کړي.

په دغه بیانیې کښې ویل شوي دي کیمیاوي وسلې په اروپا کښې جوړې شوي او ځینو اروپايي هیوادونو او امریکا د نړۍ په ډیرو سیمو کښې دغه کیمیاوي وسلې د خلکو پرضد استعمال کړي دي او د اروپايي اتحادیې استازي د دغو دروغو شاته نشي پټیدلی ځکه چې له دغو کیمیاوي وسلو استفاده په  خاص  او په کلي توګه د نړۍ په بیلابیلو سیمو کښې د اټومي وسلو کارول د حقیقونو د جعلي توب ښودنه کوي.

د سوریې د خارجه وزارت خبر پاڼه زیاتوي دمشق ټینګار کوي چې په خپل تاریخ کښې یې هیڅکله کیمیاوي وسلې نه دي کارول او نه بې استعمال کړي وویل او هغه کسان چې په سوریې کښې یې کیمیاوي وسلې استعمال کړې ترهګرې ډلې او د لویدیځو هیوادونو جاسوسۍ ادارې  دي.