په عربستان کې بشری حقوق تر بوږنونکي حده رسیدلي دي
https://parstoday.ir/ps/news/west_asia-i125508-په_عربستان_کې_بشری_حقوق_تر_بوږنونکي_حده_رسیدلي_دي
۲۰۲۲کال  کې د سعودي عربستان د تاریخ  د ترټولو لویو جنایتونو کال ګرځيدلی دی او په دغه هیواد کې د یوې پيړۍ ترحده پکې د پانسۍ سزاګانې  اورول شوي دي.
(last modified 2026-02-21T04:58:14+00:00 )
Dec 30, 2022 10:52 Asia/Kabul
  • په عربستان کې بشری حقوق تر بوږنونکي حده رسیدلي دي

۲۰۲۲کال  کې د سعودي عربستان د تاریخ  د ترټولو لویو جنایتونو کال ګرځيدلی دی او په دغه هیواد کې د یوې پيړۍ ترحده پکې د پانسۍ سزاګانې  اورول شوي دي.

العالم ټيلیویژني چینل راپور ورکړ، دغه روان کال د عربستان د تاریخ د جنایتونو ترټولو لوي کال ګرځول شوی  او د یوې پيړۍ تر حده پورې پکې د پانسۍ فیصلې شوي دي.

د سعودي اروپائي بشری حقوقو اورګان د بشری حقوقو په باب پخپل کلني راپور کې  ددې موضوع په تائيدولو سره  په دغه هیواد کې د بشری حقوقو دښکاره خلاف ورزیو د دوام خبر ورکړی او  په راتلونکي کال ئې  کې د لابوږنونکو جنایتونو د پيښیدا په باب خبر داری ورکړی دی.

دسعودي اروپائي بشری حقوقو ادارې د ۲۰۲۲کال په سعودي عربستان کې د بشری  حقوقو په عنوان سره  په یوه راپور کې ،په عربستان کې  د دیکتاتور خوندیتوب،دبشری حقوقو بوږنونکی وضعیّت او په دغه هیواد کې بې انتها ظلم  پخپل کلني راپور کې د پام وړ ګرځولي دي.

په دغه راپور کې راغلي دي ،د امریکا،انګلستان او جرمني  له مشرانو ددغه هیواد د ولی عهد محمد بن سلمان له هرکلي سره پ یووخت  د نیول شوو یو اتیا کسانو په یوۀ وخت په وژلو سره  دعربستان د تاریخ تر ټولو لوي ډله ایزه پانسي  ترسره شوې ده چې په هغو کې د زیاترو کسانو په ضد کوم خطرناک تورونه هم مطرح شوي نه وو او له هغو یو شمیر  کم عمره هلکان وو، په دې توګه  په داسې حال کې چې  په ۲۰۲۱کال کې  په دغه هیواد کې ۶۷کسان پانسي شوي وو،دغه  شمیر په ۲۰۲۲کال کې تر دې دمه  یو سل اوه څلویښت تنو ته رسیدلی دی.

Image Caption

 

 په دغه راپور کې دغه راز راغلي دي ،په ۲۰۲۲کال کې په عربستان کې دیوې پيړۍ تر اندازه،د بندیانو په ضد دبې مخینې  فیصلې،د سفرونو ممنوعیّت او دپخوانیو محکومیَتونو زیاتیدا په اړه بې مخینې پانسۍ او احکامات  صادر شوي دي  او ددغه هیواد چارواکي هماغه راز  د عمومی ویرې او وحشت  د رامینځةکولو لپاره له ترهه ګرۍ سره د مبارزې  او د الیکټرانیکي  او اطلاعاتي  جرمنو د قوانینو پشمول له  خپل سرو قوانینو  استفاده  کوي.په دغه راپور کې همداراز راغلي دي ،آل سعود رژيم د ماشومانو پانسي کول بیرته پیل کړي دي او اوس  یو شمیر ماشومان هم  د پانسۍ له  خطرې سره مخامخ دي او د بشری حقوقو دفاع کونکو کسانو نیول کیدا هم  حتی  د هغو ي دمحکومیّت د پړآړ له ختمیدا وروسته  هم په زندانونو کې دي او حتی په هغو کې ځيني بې درکه شوي هم دي .  

Image Caption