نینوا، د شهید سلیمانی او المهندس په انځورونو سینګاره شوه
د عراق په نینوا ولایت کې د اسلامي انقلاب د سپاه پاسداران د قدس د ځواکونو د قومندان شهید حاج قاسم سلیماني او د حشد الشعبي مرستیال حاج ابومهدی المهندس د شهادت د کلیزې په مناسبت په ټول ښار کې د دغو شهیدانو انځورونه لګول شوي دي.
د سپاه پاسداران د قدس د ځواکونو قومندان سردار قاسم سلیمانی په ۲۰۲۰ میلادي کال کې عراق ته د رسمي سفر پر مهال د بغداد په هوایي میدان کې د حشد الشعبي د مرستیال ابومهدی المهندس سره، یو ځای د امریکې د هوایي ځواکونو له لورې په نښه شو او په شهادت ورسېدل.
د دغو معززو شهیدانو د ټرور له کلیزې سره سم، ټول عراق کې د سردار قاسم سلیمانی او ابومهدی المهندس انځورونه لګول شوي او د نینوا په ولایت کې د سیدالشهدا علیه السلام فرهنګي مرکز یوه پرتمینه غونډه تر سره شوه.
یاده غونډه کې په اربیل کې د ایران د اسلامي جمهوریت د کنسولګری مشر، د نینوا لپاره د حشد شعبي د سازمان قومندان،پارلماني استازو، قومي مشرانو او مخکښ عراقي شخصیتونو برخه اخیستي وه.
عراقي شخصیتونو په یاده غونډه کې په عراق کې د داعش د ترهګرې ډلې په له مینځه وړلو کې د سردار قاسم سلیماني د مهم رول ستاینه وکړه او له خپل هیواده د امریکي د نیواکګرو ځواکونو د وتلو غوښتونکي شول.