صهیونیسټان له جنین څخه په شا شول
په جنین ښار باندې د نیواکګرو صهیونیسټي پوځیانو له برید وروسته د مقاومت مبارزانو ورسره وسله واله نښته پیل کړه او هغوي شاتګ ته مجبور شول
د مهر خبري آژانس د خبر له مخې نن سهار وختي په جنین ښآر باندې د نیواکګرو صهیونیسټي پوځیانو پر برید پسې د مقاومت مبارزان له هغوي سره ښکیل شول.
له دغې نښتې وروسته نیواکګر صهیونیسټان له جنین څخه شاتګ ته اړ شول.
په عین حال کښې ځايي سرچینو اعلان وکړ چې د فلسطین د مقاومت مبارزانو د نیواکي قدس په شمال کښې د قلندیا د تلاشۍ اسرائیلي پوسټه هم په ډزو وویشتله او ورڅخه روغ رمټ تیر شول.
د یو بل خبر له مخې، نن سهار د مقاومت جنګیالیو د لویدیځې غاړې د الخلیل په شمال کښې العروب کیمپ ته نزدې د صهیونیسټي رژيم د پوځ یو مرکز باندې حمله وکړه او د دغو عملیاتو په اړه خپاره شوي تصویریونه ښودنه کوي چې په دغه مرکز باندې اور بلیږي.
د دغو عملیاتو په نتیجه کښې درې صهیونیسټي پوځیان او ښارګي میشتي زخمي شوي دي.