نصرالله:
شهید سلیماني د لوې اسرائیل پلان مات کړ
د لبنان د حزب الله عمومي منشي سید حسن نصر الل: حاج قاسم د ستر اسرائیل طرحه چورلټه ناکامه کړه
د لبنان د حزب الله عمومي منشي سید حسن نصر الله په سیمه کښې د امریکې او صهیونیسټي رژيم د دسیسو په ماتې کښې د شهید قاسم سلیماني رول ته په اشارې سره وویل: حاج قاسم د ستر اسرائیل طرحه چورلټه ناکامه کړه
د ایرنا د خبر له مخې، سید حسن نصر الله تیر ماښام «د مقاومت د ادبیاتو لپاره د شهید سلیماني نړیوال انعام» د ورکړې په دستورو کښې په یوه وینا کښې وویل: د سیمې د نیواک لپاره د داعش د جوړولو او د لوې اسرائیل د پروژې په شان د امریکې ټول ستر پلانونه، د مقاومت په چورلیز کښې د حاج قاسم په قومندانۍ سره له ماتې سره مخامخ شول.
د حزب الله عمومي منشي دې ټکي ته په اشارې سره چې نن سبا سیمه د شهید سلیماني په شان قومندانانو ته اړتیا لري ترڅو ستونزې یې هوارې شي، زیاته کړه: حاج قاسم له خپل زمان او مکانه لوړ و او د ټول اسلامي امت شهید ګڼل کیږي.
هغه په دې خبرې سره چې باید د دغو شهیدانو یاد او خاطره ژوندۍ وساتو، وویل: شهیدان یوه ستره فکري پانګه ده چې ژوندي ساتل یې ضروري دي.