یمن: د صهیونیستي رژیم جنایتونه د جوړجاړي د ناکامۍ نښه ده
https://parstoday.ir/ps/news/west_asia-i126906-یمن_د_صهیونیستي_رژیم_جنایتونه_د_جوړجاړي_د_ناکامۍ_نښه_ده
د یمن بهرنیو چارو وزارت اعلان وکړ چې د صهیونیستي رژیم د جنایتکارۍ وروستي ګامونه د خائنو رژیمونو له لارې د اسلامي ملتونو ترمنځ د نفوذ لپاره د دې رژیم د ماتې نښې دي.
(last modified 2023-01-27T20:11:13+00:00 )
Jan 27, 2023 07:52 Asia/Kabul
  • یمن: د صهیونیستي رژیم جنایتونه د جوړجاړي د ناکامۍ نښه ده

د یمن بهرنیو چارو وزارت اعلان وکړ چې د صهیونیستي رژیم د جنایتکارۍ وروستي ګامونه د خائنو رژیمونو له لارې د اسلامي ملتونو ترمنځ د نفوذ لپاره د دې رژیم د ماتې نښې دي.

د یمن د المسیره شبکې د راپور له مخې، د یمن د ملي ژغورنې دولت بهرنیو چارو وزارت، د یوې ویناپانې په خپرولو سره د فلسطین ملت په ځانګړې توګه د ملکیانو پر وړاندې د صهونیستي رژیم د وروستي جنایتونو د غندنې ترڅنګ، دا جنایتونه له نړیوالو قوانینو په ښکاره توګه سرغړونه یادوي او د فلسطین له مظلوم ملت سره د یمن دولت او خلکو پر ملاتړ او یووالي ټینګار کوي.

د یمن بهرنیو چارو وز ارت د دې په بیان سره چې د صهیونیستي رژیم جنایتونه د خاینو رژیمونو له لارې اسلامي ملتونو ترمنځ د نفوذ توطئې په ماتې سره ورځ تر بلې ډېرېږي، زیاته کړه: دا ګامونه د فلسطین ملت اراده چې د دوی یوازینۍ لاره مقاومت ده، د جنایتکاره صهیونیستي رژیم له منځه وړلو او د خپلو سیمو بېرته نیولو لپاره د دوی اراده لا هم پیاوړي کوي.

دې ویناپاڼې زیاته کړې: د یمن ملت او دولت، د فلسطین اتلان چې هره پریکړه وکړي تائیدوي او د ملت دفاع او د خپلواک هېواد رامنځته کولو لپاره د دوی ترڅنګ ولاړ دی.