د سعودي عربستان ائتلاف د اوربند خلاف ورزیانې کوي
(last modified Tue, 31 Jan 2023 01:08:32 GMT )
Jan 31, 2023 05:38 Asia/Kabul
  • د سعودي عربستان ائتلاف د اوربند خلاف ورزیانې کوي

المسیره ټیلي ويژن راپور ورکړ د سعودي عربستان د تیریګر ائتلاف ځواکونو په یمن کښې د اوربند د خلاف ورزیو په دوام کښې د الحدیده ولایت په شمول د هیواد په بیلابیلو سیمو کښې یوشمیر حملې ترسره کړې.

د سعودي عربستان د تیریګر ائتلاف ځواکونو د یمن په لویدیځ کښې په الحدیده ولایت کښې یوسل پینځلس ځله د اوربند خلاف ورزیانې وکړې چې دوه دیرش پکښې د توپونو حملې او اوه شپیته پکښې د جنګي ګولیو توغول شامل دي.

مخکې د یمن د لومړي وزیر د دفاعي او د امنیتي چارو مرستیال جلا الرویشان ویلي وو چې د نه سولې او د نه جنګ حالت یو ګواښ دی او زمونږ تکیه د یمن د ملت او د چارواکو په اتحاد باندې ده.

دغه راز د یمن د لوړې سیاسي شورا مشر مهدي المشاط ویلي دي چې د یمن اوربند د سعودي عربستان د تیریګر ائتلاف په بیا بیا خلاف ورزیو سره تقریبا له مینځه تللی دی.

په یمن کښې د سعودي عربستان او د هغه د ملګرو جنګ غوښتنه تراوسه د یمن د څه د پاسه شپاړس زره بې ګناه خلکو د وژل کیدا د لسګونو زرو نورو د ژوبلیدا او د میلیونونو کسانو د کډوالیدا سبب شوي ده.

 

ټیګونه