دیمن د بحران په زیاتولو کې دملګروملتو لټۍډیر رول درلودلی دی
د یمن دملی نجات حکومت مرستیال خارجه وزیر ووئیل، د ملګروملتو سرمنشي او دیمن په چارو کې د هغه ځانګړی استازی،د یمن د بحران اصلی سببونه دي.
ایرنا خبری آژانس راپور ورکړی، دیمن د ملی نجات حکومت مرستیال خارجه وزیر حسین العزي په صنعاء کې په یولړ څرګندونو کې ووئیل، دملګروملتو سرمنشي انتو نیو ګوتریش او دیمن په چارو کې دهغه ځانګړی استازی هانس ګرونډبرګ د یمن دبحران په سختولو اوزیاتولو کې دير رول لوبوی. باید دوي پخپلو انساني دندو عمل و کړي او نور له تالی څټيتوب ه لاس واخلی او د یمن پر مظلوم ولس او هیواد رحم وکړي او دنړیوالو قوانینو او اصولو په اساس دی من د اقتصادي کلابندۍ او ددغه هیواد تاسیساتو او هستوګنو سیمو په ضد د تیریګرو د بې آمانه حملو مخنیوی وکړي.
العزی زیاته کړې، څه موده مخکې په یمن کې د ملګروملتو پلټونکو له کوم توجیح پرته د یوې کشتۍ د ترخیص داجازت ورکولو مخه نیولې وه. چې دا هیڅکله هم د منلو وړ اقدام نه دی او دغه نړیوال اورګان دې سملاسي دتیریګرو هیوادونو په نمایندګۍ د خنډ جوړونې له اقداماتو لاس واخلی او دغه شان جنایتکار کارونه دې ختم کړي.
له دې مخکې د یمن د ټرانسپورټي چارو وزیر عبدالوهاب الدوره هم وئيلي وو، ملګری ملتونه د سونګو د کشتیو په درولو کې له تیریګر ائیتلاف سره په جنایتونو کې شریک دي.