بشار اسد: بیړنۍ مرستې باید د سوریې ټولو سیمو ته ورسیږي
د سوریې ولسمشر په انساني چارو کښط د ملګرو ملتو د سرمنشي د مرستیال په کتنه کښې ټینګار وکړ چې نړیوالې هلې ځلې باید د سوریې د بیخ بیناؤ په بیارغونې متمرکزې شي
د ایران پرس د خبر له مخې، په انساندوستانه چارو کښې د ملګرو ملتو د سرمنشي مرستیال مارټین ګریفیټس تیر ماښام د سوریې له ولسمشر بشار الاسد سره ملاقات وکړ.
په دغه کتنه کښې په سوری کښې د زلزلې پایلې او له دغه کړکیچه د وتلو لپاره د ولس بیړنۍ انساني اړتیاوې وجاجول شوې.
ګریفیټس وویل: د سوریې حکومت په چټکۍ سره د ژغورنې او چټکې مرستې بهیر شروع کړ.
هغه هم داشان ټینګار وکړ چې ملګري ملتونه به د مرسته رسونې او د سوریې د خلکو د انساني اړتیاؤ د پوره کولو پوره پوره هڅه وکړي.
په دغه کتنه کښې بشارالاسد هم وویل چې سمدستي او بیړنۍ مرستې باید د د ترهګرو ډلو تر نیواک لاندې سیموې په شمول د سوریې ټولو سیمو ته ورسیږي.