Feb 15, 2023 04:47 Asia/Kabul
  • په ترکیې کې د زلزلې د قربانیانو شمیر له ۳۵زرو واوښت

وورستي راپورونه ښئ تر دې دمه په ترکیې او سورئې کې د  زوروې زلزلې له امله   د وروستیو راپورونو په اساس د قربانیانو شمیر کابو دوه څلویښت زره تنو ته زیات شوی دی چې په زیات احتمال سره به نوره هم زیات شي.

د ترکیې ولسمشر په یولړ څرګندونو کې ووئيل، په دغه هیواد کې د وروستئ زلزلې له امله د قربانیانو شمیر څه دپاسه پنځه دیرش زرو کسانو ته رسیدلی دی  او دغه راز په لسګونو زره  نور هم ټپیان شوي دي.

فارس خبری آژانس راپور ورکړ، د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان  پرون په یولړ څرګندونو کې ووئيل،د وروستیو راپورونو په اساس،یوازې په ترکیې کې د وروستۍ زلزلې د قربانیانو پنځه دیرش زره  څلور سوه شلو تنو ته رسیدلی دی،چې ممکنه ده شمیر نوره هم زیات شي.

هغه په دوام کې دې ته په اشارې سره چې د زلزلې له امله دتاواني شوو ودانیو شمیر هم کابو ۴۷زرو ته رسیدلی ،ووئيل، کابو شل زره ودانۍ به په بشپړ ډول ړنګې شي.

د ترکیې و لسمشر ددې خبرې په کولوس ره چې  د خلکو دنجات او مرستندویه عملیاتو کې  په بهرنیو او داخلی ټيمونو کې  کابو ۳۵زره کسان  برخه اخلي ووئيل، ۸۴هیوادونو ورته مختلفو برخو کې مرستې لیږدولي دي.

داپه داسې حال کې دي چې وورستي راپورونه ښئ تر دې دمه په ترکیې او سورئې کې د  زوروې زلزلې له امله   د وروستیو راپورونو په اساس د قربانیانو شمیر کابو دوه څلویښت زره تنو ته زیات شوی دی چې په زیات احتمال سره به نوره هم زیات شي.

 

ټیګونه