د فلسطین مقاومت صهیونیسټ رژیم لالهانده کړی دی
العهد خبري سایټ راپور ورکړ د حماس غورځنګ ویاند حازم قاسم په دې خبرې سره چې د فلسطین د خلکو انقلاب به د ازادۍ او د خپلواکۍ له تحقق پرته بند نشي وویل مقاومت په خپلو سرشیندنو سره د صهیونیسټ رژیم د پرله پسې لالهاندۍ سبب شوی دی.
د اردن سیند د لویدیځې غاړې په بیلابیلو سیمو کښې د صهیونیسټ رژیم جنایتونو ته په ځواب کښې په تیرو میاشتو کښې د فلسطینیانو صهیونیسټ ضد عملیات زیات شوي دي په دې ډول چې د صهیونیسټ رژیم سیاسي مشرانو او امنیتي او پوځي ادارو له دغو عملیاتو سره په مقابلې کښې په خپلې ناتوانۍ اعتراف کړی او د دغو حملو د زیاتیدا په هکله یې خبرداری ورکړی.
د حماس غورځنګ ویاند حازم قاسم د صهیونیسټ رژیم له عسکرو سره چې هڅه یې وکړه جنین ښار او کیمپ ته ورننوځي د حماس غورځنګ د پوځي ځانګې شهید عزالدین قاسم غونډ د مبارزانو او د مقاومت د زړورو ځواکونو د مقابلې په هکله مبارکي ورکړه.
صهیونیسټ رژیم پرون هم د اردن سیند په لویدیځې غاړې کښې په الخلیل ، په نابلس ، جنین او بیت لحم ښارونو باندې حملې وکړې او دوه ویشت کسان یې ونیول.